په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن پر صبا سحر وروستی برید یو نه منونکی عمل بللی او په اړه یې د پوره څېړنو غوښتنه کړې ده.
صبا سحر د افغانستان فلمي لوبغاړې او د کورنیو چارو وزارت د جندر برخې مرستیاله ده.
راس ویلسن نن سهار په خپل ټوېټر باندې د افغان ښځو شجاعت ستایلی او په حکومت یې غږ کړی د هغو ښځو امنیت ټینګ کړي چې د افغانانو په استازیتوب کار کوي.
پر صبا سحر تېره ورځ د کابل په اتمه حوزه کې ډزې شوي.
د راپورونو په اساس سحر په دې برید کې له خپل موټر چلوونکي او ساتونکي سره ټپې شوې ده.
اخوا د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا مرستیال پټریشیا ګاسمن ویلي د بشري حقونو او سولې پر فعالانو دغسې بریدونو اندېښمنه کړې ده.
هغې ویلي حکومت باید پر ښځو د بریدونو مخه ونیسي.
تر صبا سحر مخکې د ښځو د حقونو یوه بله فعاله فوزیه کوفي چې د سولې د مذاکراتي ټیم غړې هم ده په یوه وسله وال برید کې ټپي شوې وه.