د میدان وردګ ولایتي شورا: جلریز کې سیلابونو ۵ کسان وژلي

جلریز کې د سیلابونو له امله چپه شوی کور

د میدان وردګو په جلریز کې سیلابونو ۵ کسان وژلي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا مرستیال شریف الله هوتک نن سهار ازادۍ راډیو ته وویل چې تېره شپه د جلریز په څو کلیو کې سیلابونه راوتلي او خلکو ته یې تاوان اړولی.

هغه تائید کړه چې تر دې دمه د سیلابونو د راوتلو له امله پنځه کسان مړه شوي چې په کې ۲ ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.

شریف الله هوتک نیوکه کوي چې حکومتي چارواکو د خلکو د لاسنیوي لپاره تر اوسه په سیمه کې څه اقدامات نه دي کړي.

ښاغلي هوتک وویل، اوس هم هوا وریځجنه ده او خلکو سره دا اندېښنه ده، چې ممکن یو ځل بیا سیلابونه راووځي.

اخوا د افغانستان په ختیځ کې د نورستان د مرکز پارون ښار یو نوی پارک بېګا سیلابونو وران کړی دی.

چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې څوک نه دي ژوبل.