په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ اداره "اوچا" وايي چې په کندز کې د شدیدې جګړې له کبله ۷،۵۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې چې پرون د اګسټ په ۲۵مه خپره شوه، لیکل شوي چې ډېرې کورنۍ د کندز په ښار او د خاناباد او امام صاحب په ولسوالیو کې بېځایه شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې جګړه د حکومتي ځواکونو او د غیر دولتي وسلهوالو ډلو ترمنځ روانه ده.
د ملګرو ملتونو سازمان د دې ادارې په وینا، جګړه اوسمهال د امام صاحب په ولسوالۍ کې ډېره ګرمه ده او له دې کبله ممکنه ده چې نور ډېر خلک بېځایه او بېکوره شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د وضعیت د کتنې او څارنې ۱۷ ډلې کندز ښار ته تللي او نن د اګسټ په ۲۶مه بهیې د څارونکو ۶ ډلې خاناباد او امام صاحب ته واستول شي.