د افغانستان دفاع وزارت کندز ته د اردو ځانګړي ځواکونه استوي

ارشیف، یو شمېر افغان ځانګړي ځواکونه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت کندز ته د اردو د ځانګړو ځواکونو د استولو خبر ورکړ.

د دې وزارت د ویاند مرستیال فواد امان پرون د اګسټ په ۲۵مه، ازادي راډیو ته وویل چې د ملي اردو ځانګړي ځواکونه د کندز په ښار او شااوخوا ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي دي.

فواد امان وویل: "د ملي دفاع وزارت د پروګرام له مخې به دا ځواکونه د کندز خلک له وسله‌والو طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو خوندي ساتي."

فواد امان ونه‌ویل چې څومره ځانګړي ځواکونه کندز ته استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندز په ښار او دامان صاحب او خان‌اباد په ولسوالیو کې زرګونه کسان د جګړې له کبله بې‌کوره شوي دي.