کرملېن: اړتیا نه‌شته چې د ناوالني ناروغېدو په اړه څېړنه پیل کړو

الکسي ناوالني

کرملېن وایي، د دې سمدستي اړتیا نه‌شته چې د الکسي ناوالني د ناببره ناروغېدو په اړه څېړنه پیل کړي.

کرملېن دغه‌راز ویلي چې دا نه‌ده روښانه چې ولې د جرمني ډاکترانو چې د روسیې د اپوزېسیون د دغه مشر درملنه کوي، په بېړه د هغه د ناروغۍ لپاره د مسموم کېدو کلمه کارولې ده.

په جرمني کې هغه روغتون چې د ناوالني درملنه کوي وایي، نوموړی مسموم شوی دی.

ناوالني دوه ورځې مخکې جرمني ته د درملنې لپاره ولېږدول شو.

هغه اوس د برلین په یوه روغتون کې تر جدي څارنې لاندې او په کوما کې دی.

د روغتون چارواکي وایي چې د هغه روغتیایي وضعیت ښه نه‌دی او ژوند یې له جدي خطر سره مخامخ دی.

ناوالني چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له جدي منتقدینو دی، د اګسټ په ۲۹ د سایبریا په تومسک ښار کې په الوتکه کې ناروغ شو. الوتکه‌یې چې مسکو ته په لاره وه، په اومسک ښار کې بېړنۍ ناسته وکړه.

هلته ډاکترانو نوموړی د کوما په حال کې وساته.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل له روسیې غوښتي چې د ناوالني د مشکوک مسموم کېدو په اړه پلټنه وکړي او له عاملانو سره‌یې حساب کتاب وکړي.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف پرون وویل چې د جرمني روغتون هغه مواد بشپړ نه‌دي پېژندلي چې ویل کېږي له امله‌یې ناوالني ناروغ شوی دی.