د بدخشان چارواکي د سړک د غاړې بم چاودنه کې په فیضاباد کې د یوه جګپوړي امنیتي چارواکي او د هغه د درې ساتونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني ازادي راډیو ته وویل: "دغه چاودنه نن له غرمې مخکې هغه مهال وشوه چې د فیضاباد د اوومې امنیتي حوزې امر عبدالحمید له خپل کوره کارته روان و. د هغه پر موټر د سړک د غاړې په دې بم چاودنه کې پر نوموړي سربېره درې ساتونکي یې هم ووژل شول."
ویل کېږي چې د اوومې امنیتي حوزې له نیمایي زیاتې برخې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی.