د بوسنیا سربیا د پوځي قومندان د استېناف غوښتنې محاکمه پیل شوه

راتکو ملادیچ

په هاګ کې نړیوالو قاضیانو نن د بوسنیا سربیا د پوځي قومندان راتکو ملادیچ د استېناف غوښتنې محاکمه پیل کړه.

نوموړی په سربرنیڅاکې د ډل وژنې او نورو جنګي جرمونو په خاطر په عمري بند محکوم شوی دی.

دغه دوره ورځنۍ محاکمه وروسته له هغې څو ځلې وځنډېده چې ۷۸ کلن پخواني جنرال له غټې کولمې د یوه تومور د لیرې کېدو لپاره عملیاتو ته اړتیا درلوده او وروسته د کرونا وبا خپره شوه.

ملادیچ چې د بوسنیا په قصاب مشهور دی، د جنګي جرمونو، د بشریت ضد او په ۱۹۹۰ لسیزه کې په بوسنیا کې د کورنۍ جګړې په جریان کې په ډله ییزې وژنه کې د هغه د رول په خاطر په ۲۰۱۷ کال کې په بند محکوم شوی و.

نوموړی په یوه مورد کې په دې تورن دی چې په ۱۹۹۵ کال کې یې د بوسنیا په ختیځ کوچینې ښار سربرنیڅا کې د اتو زرو مسلمانانو، سړو او هلکانو په وژلو کې لاس درلود.