افغان حکومت: پاکستان دې خپلې ژمنې او مسئولیتونه پر ځای کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان ته پکار ده چې خپلې نړیوالې ژمنې او مسئولیتونه پرځای کړي او د طالبانو په اړه د ملګروملتونو پرېکړه لیکونه په بشپړ ډول عملي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت نن په خپره کړې اعلامیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د وروستي اعلان په اړه چې ویلي یې دي، د طالبانو پر یو شمېر مشرانو د ملګروملتونو د ۲۰۱۵ کال د بندیزونو پرېکړه په بشپړ ډول عملي کوي، وویل چې د دغې پرېکړه لیک له مخې د طالبانو پر مشرانو د سفرکولو، پر وسلو او د هغوی په مالي سرچینو د بندیزلګولو بهیر له نژدې څاري او پاکستان هم باید په دې برخه کې خپلو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې هر څومره ژر چې کېدای شي، د سولې خبرې پیل کړي، وینه توییدنه ودروي او د یوې تلپاتې او باعزته سولې ته په رسېدو کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي او په دې توګه له نړیوالو بندیزونو ځان وژغوري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه د طالبانو پرمشرانو د ملګروملتونو د بندیزونو د بشپړ عملي کېدو غوښتنه داسې مهال کوي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره هغه هېواد ته تللی دی.