د افغانستان ملي اردو وایي، د کندز-خاناباد لویې لارې له شااوخوا سیمو یې طالبان په شا کړي دي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې د دغو عملیاتو پر مهالیې طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې.
هغه زیاته کړه: "طالبانو تېرو څو ورځو کې د کندز-خاناباد لویه لار تړلې وه، دوی خلکو ته زیان رساوه او ځورولیې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرې عملیات وکړل او د دغې لارې شااوخوا سیمې یې له طالبانو چاڼ کړې."
دفاع وزارت وایي، دغو ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې ۹۱ طالبان وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي چې وژل شویو کې د طالبانو د سرې قطعې ولایتي مسؤل او څو نور قوماندانان شامل دي.
طالبانو لا په دې اړه څه نهدي ویلي.