په نیوزیلنډ کې د هغه استرالیایي وسله وال محاکمه پېل شوې چې تېر کال یې دغلته په دو جوماتونو کې ۵۱ مسلمانان ووژل.
د محاکمې دا بهیر د نیوزیلنډ په کریسټچرچ ښار کې روان دی، چېرته چې همدا عام وژنه رامنځته شوې.
څارنوالانو پرون د اګست په ۲۴مه محکمې ته وویل چې بریدګر برینټون ټرنټ هوډ درلود چې په دریم جومات هم برید وکړي او جوماتونو ته اور واچوي.
د څارنوالانو په خبره، دغه ۲۹ کلن بریدګر دا پلان څو کاله مخکې طرح کړی و او هدف یې هم دا و چې د امکان تر حده خلک ووژني.
پر وژونکي د ۵۱ کسانو د وژنې، د ۴۰ کسانو د وژنې د هڅې او یوه ترهګریز عمل تور پورې دی.
ټاکل شوې دې کس ته له کوم شرط پرته د عمري قید سزا واورول شي.
د نیوزیلنډ په قانون کې د اعدام سزا نشته.