قریشي: د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه پای ته رسېدلي

شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه پای ته رسېدلي او هغوی هیله‌من دي چې دا پروسه به مخ ته لاړه شي.

قریشي نن دا خبرې په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته وکړې.

هغه اسلام‌اباد ته د افغان طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د پلاوي ورتګ هم تأیید کړ.

قریشي پرته له دې چې د طالبانو د نننیو خبرو په اړه څه ووايي زیاته کړه چې دی سبا سې شنبه له طالبانو سره ګوري.

قریشي، خبري غونډې ته دا هم وویل چې چین ته د خپل وروستي سفر پر مهال‌یې د خپل چینايي سیال او نورو چارواکو سره هم د افغانستان د سولې په موضوع خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې نه‌غواړي چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي، خو هند یې پر دې تورن کړ چې په افغانستان کې د حالاتو ښه کېدل نه‌غواړي.

یکشنبه ناوخته د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکلي و چې د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته سفر کړی او تمه ده له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې د بهیر په وروستیو مسئلو وغږېږي.