د روغتیا پخوانی وزیر، اوسنی او پخواني مرستیالان څانوالۍ ته معرفي شول

ارشیف، د افغانستان عامې روغتیا وزیر او پخواني مرستیالان

د افغانستان روغتیا پخوانی وزیر یو اوسنی معین او درې پخواني مرستیالان لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

دا خبره د افغانستان د حکومت د بازرس ادارې له‌خوا په یوه اعلامیه کې خپره شوې.

د اعلامیې له مخې یاد پخواني او اوسني چارواکي له دندو د ناوړه استفادې او د کرونا ویروس لپاره د ځانګړو شویو سرچینو د حیف او میل په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي.

د عامې روغتیا پخواني وزیر فېروزالدین فېروز په ځان او خپلو همکارانو لګېدلي تورونه بې‌ځایه بللي دي.

هغه ویلي له اوسني نظامه هېڅ توقع نه‌کېږي او دی او همکاران‌یې په ناحقه د دې قضیې قرباني شوي دي.