پاکستان: د افغان طالبانو یو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی

ارشیف

پاکستانيو چارواکو نن تائید کړه چې د افغان طالبانو د قطر د دفتر یو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان حکومتي سرچینو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې پيل شوي دي.

تر دې وړاندې یکشنبه ناوخته د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر لیکلي و چې د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته سفر کړی او تمه دده له لوړپوړو پاکستانيو چارواکو سره د افغان سولې د بهیر په وروستیو مسلو وغږېږي.

د سرچینو په خبره په دې شپږ کسیزه پلاوي کې چې مشري یې د طالبانو د سیاسي پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر کوي ملا خیرالله خیرخواه، محمد نبي عمري، شهاب الدین دلاور، عبدالطیف منصور او قاري دین محمد هم شامل دي.

طالب پلاوی داسې وخت پاکستان ته تللی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست په اتلسمه د دې ډلې په ځینو مشرانو د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک په اساس د بندیزونو د تازه کولو اعلان وکړ.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ کال په بندیزونو کې د ګڼو نورو طالبانو په شمول د طالبانو اوسنی مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر او د حقاني شبکې اوسنی مشر سراج الدین حقاني شامل دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم نن خبریالان د یوې خبري غونډه لپاره ورغوښتي خو دا نه ده معلومه چې دا غونډه په همدې موضوع ده او که په نورو مسایلو څرخېږي.