د پنجشېر چارواکي: بازارک کې وسله‌والو خلکو افغان ځواکونه محاصره کړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې پنجشېر ولایت

د پنجشېر ولایت چارواکي تأییدوي چې وسله‌والو خلکو د بازارک په سنګانه سیمه کې یو شمېر افغان ځواکونه محاصره کړي دي.

د پنجشېر مرستیال والي محمد امین صدیقي دا خبره ازادي راډیو ته تأیید کړه.

هغه وویل د پنجشېر د ځواکونو د همغږۍ له مرکزه بازارک ته یو شمېر عسکر لېږل شوي و چې د سیمې قهرجن خلک ارامه کړي، خو د سیمې شااوخوا ۲۰۰ اوسېدونکو چې اکثر یې وسلې لري دا عسکر ایسار کړي.

صدیقي وویل د عسکرو د راخوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.

د بازارک د سنګانه کلي اوسېدونکي د کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په غبرګون راوتلي و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره بېګا په پنجشېر کې عملیات وکړل چې بې‌نتیجې پای ته ورسېدل.

د راپورونو په اساس د کرام‌الدین کریم د نیولو د مخنیوي لپاره ټولو شویو خلکو له افغان ځانګړو ځواکونو سره ډزې هم تبادله کړي، خو تر اوسه د چا د ژوبلېدو خبره نه‌ده تأیید شوې.

له دې چې خلکو لار تړلې وه دا ځانګړي پولیس د خاواک کوتل له لارې د بغلان اندراب ته وتلي دي.

کرام‌الدین کریم د فوټبال فدراسیون مخکېنی مشر دی چې د فوټبال د ښځینه‌وو ملي ټیم د ځینو لوبغاړو په جنسي ځورونې تورن پېژندل شوی.

محکمې د هغه د نیولو حکم ورکړی.

کریم په خپله او د هغه وکیلانو لګېدلي تورونه رد کړي.