د چین ختیځ کې سلګونه کسان په 'شېګیلا باکتري' اخته شوي

ارشیف

سلګونه کسان د چین په ختیځ کې د ناپاکه اوبو تر څښلو وروسته په 'شېګیلا باکتري' اخته شوي چې د خوني نس ناستي لامل کېږي.

د چین دولتي رسنیو نن په دې اړه راپور ورکړی.

د راپور په اساس د سیمې د اوبو رسولو شبکه ککړه شوې وه چې دا خلک یې له ستونزو سره مخ کړي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې له تېرې اوونۍ راهیسې نږدې پنځه سوه کسان د بي يي په ښارګوټي کې چې د شانګهای پنځه نیم سوه کیلومترۍ کې پروت دی تبې او نس ناستې نیولي.

نږدې دری سوه کسان تر درملنې لاندې دي او ګڼ شمېر یې زاړه او ماشومان دي.