پاسوال جمعه ګل همت د کابل نوی امنیه قوماندان ټاکل شوی دی.
دا خبره نن د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپل ټویټر پاڼه خپره کړې ده.
همت د کابل د پخواني امنیه قوماندان امانالله واحدي پر ځای ټاکل شوی.
د کورنیو چارو وزارت تأیید کړې وه چې امانالله واحدي په کابل کې د وروستیو نا امنیو په تېره بیا د خپلواکۍ د بیا ګټلو په ورځ د راکټونو د لګېدو په خاطر له دندې لیرې شو.
پاسوال جمعه ګل همت داسې وخت د کابل امنیه قوماندان ټاکل شوی چې دی تېره اوونۍ د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لهخوا د بادغیس د والي په توګه معرفي شوی و، خو خلکو اعتراض وکړ او د ښاغلي همت له ټاکل کېدو سرهیې مخالفت وکړ.
پاسوال همت تر دې مخکې د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان، د کونړ او هلمند امنیه قوماندان پاتې شوی دی.