'د کرام‌الدین کریم د نیولو عملیات بې‌پایلې پای ته ورسېدل'

کرام‌الدین کریم

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام‌الدین کریم د نیولو عملیات له لاسته راوړنې پرته پای ته ورسېدل.

لسګونه افغان امنیتي ځواکونو په پنجشېر کې په ناڅاپي ډول تېره شپه دا عملیات پیل کړي ول چې د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخامخ شول.

د پنجشېر چارواکي وایي لسګونه ځواکونه په شپږو هلیکوپترو کې د کرام‌الدین کریم د استوګنې سیمې ته څېرمه ښکته شول، خو د سیمې اوسېدونکو د نوموړي د نیولو مخه ونیوله.

د پنجشېر مرستیال والي محمد امین صدیقي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات له مخکې له ولایتي ادارې سره همغږي شوي نه‌وو.

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "له وړاندې د ولایت او امنیتي برخو کې همغږي نه‌وه شوې. مستقیم له کابله راغلي وو. کومه لاسته راوړنه‌یې هم نه‌درلوده. موږ هڅه کوو خلک ارام کړو او قناعت ورکړو."

چارواکي وایي یو دولتي پلاوی تېره ورځ له کابل څخه پنجشېر ته تللی وو او له خلکو یې غوښتي وو چې د ښاغلي کریم د نیولو مخه ونه‌نیسي، خو دغه مذاکره ظاهراً بې‌نتیجې وه.