د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي په کاپیسا کې ۱۷۷ کرنیزې پروژې تطبیقوي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو پروژو کې د ممیزو ۱۰۰ خونې، د پیازو د زېرمې ۴۰ خونې، د کچالو ۲۰ زېرمې، د مېوو او سبو د وچولو ۵۰ لمریزې دستګاوې، د مېوو د ساتنې لپاره ۱۲ سړې خونې شامل دي چې د جوړولو کار يې په چټکۍ سره دوام لري.
نوموړي زیاته کړه چې دغه پروژې د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو د مخنیوي په خاطر تطبیقېږي چې له یوې خوا بازار مدیریت شي او له بلې خوا د بزګرانو عاید زیات شي.
د دغو پروژو ټول لګښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بودجې له لوري ۱۲۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی او دغه پروژې د تګاب، نجراب، کوهبند، د کوهستان لومړۍ او دوهمې برخې ولسوالیو او په محمود راقي کې تطبیقېږي.