د افغانستان د مالیې وزارت د ملي عوایدو د کمېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۳۹۹ مالي کال تر سنبلې میاشتې پورې ۱۰۳ میلیارده افغانۍ راټولې شوي چې د تېر کال همدې مودې پورې ۱۴ سلنه عواید کم شوي دي.
نوموړي د عوایدو د کمېدو د لامل په اړه وویل: "د عوایدو د کمېدو لامل د کرونا ویروس خپرېدل، د سرحدونو او سوداګریزو لارو تړل وو چې عواید راکم شول او د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه عواید کم شوي دي."
ښاغلی مسجدي وايي چې له دې جملې ۴۰۱ میلیونه له مستوفیتونو، ۶۹۴ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۱ میلیارد ۳۳۴ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده ۱۱۶ میلیونه له ګمرکونو څخه ترلاسه شوي دي.
د مالیې وزارت وايي، هڅې روانې دي څو د مالي کال تر پایه عواید زیات شي او ټاکلی هدف ۲۰۸ میلیارده افغانۍ دی.