نن 'سویتلانا څیخانوفسکایا' لیتوانیا کې امریکايي چارواکو سره ګوري

د لوکاشینکا عمده مخالفه سویتلانا څیخانوفسکایا

تمه ده د بیلاروس د ولسمشر عمده مخالفه سویتلانا څیخانوفسکایا نن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سټیفن بیګون سره په لیتوانیا کې وګوري.

دواړه لوري به د بیلاروس د وروستیو ناکراریو لپاره پرسوله ایزو حل لارو بحث وکړي.

تر دې خبرو یوه ورځ دمخه څه باندې ۱۰۰ زره اعتراض کوونکو د بیلاروس د پلازمېنې مینسک لارو کوڅو ته راووتل او د ولسمشر په توګه یې د الکساندر لوکاشینکا پر بیا ټاکل کېدو اعتراض وکړ.

لوکاشینکا د اګست د نهمې ټاکنو وروسته د اتیا سلنې رایې په ګټلو سره د شپږم ځل لپاره د بیلاروس د ولسمشر په توګه اعلان شو ، خو زرګونه کسان د دې ټاکنې په غبرګون کې راووتل.

راپورونه وایي، په دې لاریونونو کې تر ۷۰۰۰ ډېر اعتراض کوونکي د حکومت لخوا نیول شوي دي او زیاتوي چې سلګونه نور د پولیسو لخوا وهل ډبول شوي دي.