د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي په بالابلوک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۱۲ طالبان وژل شوي دي.
په فراه کې د ملي پوځ د ځواکونو ویاند حشمتالله احمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو لومړی د ملي اردو پر قرارګاه موټر بم برید وکړ او وروستهیې ډزې وکړې.
نوموړي زیاته کړه چې افغان ځواکونو ته زیان نهدی رسېدلی.
قاري یوسف احمدي چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند بولي ادعا کړې چې په دې برید کې ۱۳ امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده. نوموړي د څلورو طالبانو وژنه تأیید کړې ده.