ایراني چارواکي وايي، د اوکراینۍ الوتکې سورلي د لومړي راکټ تر لګېدو وروسته روغ وو.
د ایران د هوايي چلند د ادارې رئیس تورج دهقاني زنګنه پرون دا خبره رسنیو ته وروسته له هغه وکړه چې د اوکراین ایرلاین د الوتکې د تور ډبي معلومات یې ترلاسه کړي و.
د اوکراین ایرلاین ۷۵۲ بویینګ الوتکه سږ کال د جنوري په اتمه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو له خوا په دوو راکټونو چې وروسته بیا تېروتنه یاده شوه ولګېده.
د دې الوتکه ټوله ۱۷۶ سورلۍ چې پکې څه باندې لس افغانان هم و ووژل شوې.
اوکراین له ایرانه تاوان غواړي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال یوګیني ینین پرون د ایراني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې ایران د دې تراژيدۍ مسئول دی او باید د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.