ایران وايي، د اوکراین د مسافر وړونکې الوتکې د تور بکس څېړنې وښوده چې دا الوتکه په دوو توغندیو لګېدلې ده.
د ایران په وینا دوهم توغندی چې تر هغه مهاله د الوتکې سپرلۍ ژوندۍ وه، له لومړي هغه ۲۵ ثانیې وروسته لګېدلی دی.
د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې له لوري دا اعلان چې ننیې وکړ، د دې الوتکې د تور بکس د معلوماتو او غږونو په اړه لومړنی رسمي راپور دی.
دا بکس د جولای په میاشت کې د څېړلو لپاره فرانسې ته استول شوی و.
ایران ویلي چې د جنورۍ په میاشت کې یې د اوکراین ملکي الوتکه په تصادفي ډول ویشتلې ده.
د اوکراین د الوتکې د پيلوټ د خونې معلومات او غږونه وروسته له هغه د نړیوالو په منځ کې د بحثونو موضوع شوه چې د جنورۍ د میاشتې په اتمه نېټه د ایران هوايي دفاعي ځواکونو یاده اوکراینۍ الوتکه وویشتله او ټول ۱۷۶ مسافر یې ووژل.
ایران ژر د دې پېښې مسؤلیت ونهمانه، خو څو ورځې وروسته ایران ومنله چې دا یوه تېروتنه وه.
د دې پېښې په وخت کې د ایران امنیتي او دفاعي ځواکونه د تیارسی په حالت کې وو.
دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ایران وسلهوالو ځواکونو په عراق کې د امریکا پر نظامي اډه هوايي حمله وکړه.
څه باندې ۱۰ افغانان هم په وژل شویو کې شامل و.