د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه نن د عراق له تاجي پوځي اډې ووتل او هغهیې د عراق امنیتي ځواکونو ته وسپارله.
پر دې اډه چې د بغداد په ۲۰ کیلومترۍ کې ده، په وروستیو میاشتو کې د ایران پلویو سختدریځو له لوري راکټي بریدونه شوي دي.
نړیوال ائتلاف په یوه بیان کې ویلي، له دې اډې څخه د دوی ځواکونه د عراق د حکومت په همغږۍ د یوه اوږدمهال پلان د برخې په توګه ووتل.
په بیان کې دا هم ویل شوي چې په تاجي اډه کې تر ۲ زره پورې ائتلافي خواکونه مېشت ول، خو اکثرهیې سږ دوبی ووتل.
دا ځواکونه څو ورځې وروسته له دې ووتل چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خپله ژمنه تازه کړه چې له عراقه به ځواکونه وباسي.
امریکا اوس په عراق کې نږدې ۵ زره پوځیان لري.
په دې هېواد کې د ائتلاف د نورو هېوادونو د پوځیانو شمېر ۲ زره ۵۰۰ تنو ته رسېږي.