سیمه‌ییز چارواکي: غزني کې چاودنې ۷ کسان وژلي

ارشیف

غزني کې ماین چاودنې ۷ ملکي کسان ووژل.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده وايي، دا پېښه نن یکشنبه د جغتو ولسوالۍ پر عمومي لار هغه مهال وشوه چې د سپرلیو موټر د پیرکې په سیمه کې پر ماین وربرابر شو.

د ښاغلي جمعه‌زاده په وینا په وژل شویو کې ۳ ښځې، دوه ماشومان او دوه نارینه دي.

پر لویو لارو عموماً د دولت وسله‌وال مخالفان ماینونه ږدي، خو د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.