د کندز ښار شااوخوا نږدې سیمو کې د وسلهوالو طالبانو بریدونو زور اخیستی او ان په ښار کې هم د سپکو وسلو غږ اورېدل کېږي.
د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، له درې ورځو راهیسې د کندز ښار په شااوخوا نږدې سیمو کې د طالبانو وسلهوالو خوځښتونو زور اخیستی او ان د سپکو وسلو غږ په دننه ښار کې هم اورېدل کېږي.
کندزیان وايي، د کندز دوه ځلې سقوط پر مهال د دې ولایت اوسېدونکو سختې ناخوالې او ستونزې ګاللې دي او اوس له سیمهییزو چارواکو غواړي چې بې له ځنډه د کندز امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي، څو خلک په خپلو مېنو کې په ارامه ژوند وکړي.
د کندز والي عبدالستار میرزکوال هم کندزیانو ته ډاډ ورکوي چې په دغه ولایت کې په کافي اندازه ځواکونه موجود دي او وسلهوالو طالبانو ته دا فرصت نهورکوي چې د خلکو ژوند له ننګونو سره مخ کړي.
د یاودنې ده چې له څو ورځو راهیسې د دې ولایت په خاناباد او امام صاحب ولسوالیو کې او دغهشان د ښار په نږدې څنډو کې د وسلهوالو طالبانو خوځښتونو زور اخیستی او روان وضعیت د دې ولایت اوسېدونکي د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن کړي دي.