د جلالاباد ښاریان د برېښنا له زیاتې پارچاوۍ شکایت کوي چې له املهیې دوی له ستونزو سره شوي دي.
دغه ښاریان وايي چې د اوړي په دې موسم او ګرمۍ کې د برېښنا پرچاوۍ زیاتې شوي چې له املهیې دوی له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر لمریز کال په وروستۍ میاشت کې د ننګرهار د هغه وخت د برېښنا ریاست چارواکو ژمنه کړې وه چې ۱۳۹۹ کال کې به ننګرهار د برېښنا په برخه کې هېڅ ډول ستونزه ونهلري.
دغو مسؤلینو ویلي وو چې د روان لمریز کال تر پایه د ننګرهار د ښار لپاره کافي برېښنا په پام کې نیول شوې او ان ګاونډیو ولایتونو ته هم ترې برېښنا ورکولای شي.
د ننګرهار د برېښنا ریاست مسؤلین بیا د برېښنا په برخه کې د پارچاوۍ او برېښنا د کمېدو خبره مني، خو په دې برخه کې د بېعدالتۍ ادعا نهمني.
د ننګرهار د برېښنا رئیس غلام حیدر فقیرزي ازادي راډيو ته وویل چې د دوی لومړیتوب خلک او د خلکو د اوسېدنې ځایونه دي، خو په خبرهیې چې برېښنا کمه او د خلکو تقاضا زیاته شوې چې په دې سره د برېښنا پرچاوي هم زیاته شوې ده.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال ننګرهار ته د درونټې او نغلو بندونو برېښنا ورکول کېږي چې د ځایي خلکو په خبره، بسنه نهکوي او اکثر وختونهیې کارځایونه او کورونه د پرچاوۍ له کبله تیاره وي.