د بلخ د اوسپنې پټلۍ په تم ځایونو کې د اسیکودا سیستم ولګول شو.
د دغه سیستم په جوړېدو سره به ګمرکي خدمات اسانه او د فساد مخه ونیول شي.
د اوسپنې پټلۍ د ادارې رئیس عبدالباري صديقي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیستم د سوداګرو مالونه مشخص او معلوماتیې په خپل وخت مرکزي ادارې سره شریکوي.
همدارنګه یاد سیستم د کارونو د چټکتیا، اسانتیاوو رامنځته کولو، څارنې او د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو د انتقال پر مهال د ستونزو د مخنیوي او ګمرکي خدمتونو د کارونو د چټکېدو لپاره زمینه برابروي.
د مزار شریف-حیرتان د اوسپنې پټلۍ له لارې هره وځ زرګونه ټنه سوداګریز مالونه انتقالېږي او افغان دولت ته د عاید مهمه منبع شمېرل کېږي.