زمری پیکان د ملي امنیت له‌خوا ونیول شو

د افغانستان د امن او عامه نظم پخوانی قوماندان زمری پیکان

د کورنیو چارو وزارت وايي د افغانستان د امن او عامه نظم پخوانی قوماندان زمری پیکان د ملي امنیت له‌خوا ونیول شو.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ونه‌ویل چې ښاغلی پیکان چېرې او کله نیول شوی دی.

خو راپورونه وايي، زمری پیکان تېره شپه په کابل ښار کې نيول شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني تېر کال د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په کلني کنفرانس کې د زمري پیکان د سملاسي نیول کېدو غوښتنه کړې وه.

د درنو جرمونو په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې دی د ۱۳۹۶ل کال لیندۍ میاشت کې د وظیفوي غفلت په تور په غیاب کې مجرم وپېژاند او په اتو کلونو او شپږو میاشتو تنفیذي بند یې محکوم کړی و.