د فراه ولایت د ملي اردو چارواکي وايي په دوو پېښو کې د دولت ۱۵ مخالف وسلهوال وژل شوي دي.
په فراه کې د ملي اردو ویاند حشمتالله احمدي نن ازادي راډیو ته وویل، یوه پېښه په پشت رود ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو د وسلهوالو د حملو پلان وو چې امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.
هغهیې د مرګژوبلې په اړه وویل: "د دښمن پر اهدافو د توپچي د ځپونکو ضربو په نتیجه کې د دوی ۶ کسان وژل شوي او ۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي."
ښاغلی احمدي وايي په بله پېښه کې، د فراه د مرکز په اړوندو سیمو کې د دولت د وسلهوالو مخالفانو پر ځینو اهدافو د هوايي ځواک په حملو کې ۹ وسلهوال وژل شوي دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې د دغو پېښو په اړه څه نهدي ویلي.