د ناټو استازي له اشرف غني سره کتنه کې د ناټو پر ژمنتیا ټینګار وکړ

ولسمشر غني سره د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونکوروو لیدنه

د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونکوروو په افغانستان کې د اوږدمهاله امنیت په اړه د ناټو پر ژمنتیا ټينګار کړی.

د ښاغلي پونکوروو له قوله دا خبره د ده دفتر پر خپله ټويټرپاڼه لیکلې. د ده له قوله ویل شوي چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د شنبې په ورځ په کتنه کې پونکوروو وویل، ناټو ائتلاف له افغان امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دی.

له ارګ ماڼۍ څخه د شنبې په ورځ د اګسټ په ۲۲مه نېټه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې غونډه کې دواړو لورو د سولې د بهیر، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او تجهیز او د افغان حکومت له برنامو، په ځانګړې توګه سولې د پروسې سره د ناټو ائتلاف د ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

تر دې مخکې سکاټ مېلر د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان د دفاع له مرستال وزیر شاه محمود میاخېل سره د افغانستان شمال ته سفر کړی وو.

د شنبې په ورځ د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت پر خپله فېس‌بوک پاڼه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له قوله لیکلي چې د یاد سفر پر مهال‌یې ویلي: "وسله‌وال طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي".

د معلوماتو له مخې ښاغلي مېلر هم له افغان ځواکونو د ملاتړ او روزنې په برخه کې د ناټو پر ژمنتیا ټينګار کړی دی.