د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر ماریانو ګروسي «Mariano Grossi» به د اګسټ پر ۲۴مه ایران ته سفر وکړي.
نوموړی به په دې سفر کې د یادې ادارې او تهران ترمنځ د اټمي خوندیتوب او په ایران کې د اټمي فعالیتونو پر څار د بندیز په اړه د لانجو پر هواري خبرې وکړي.
ښاغلي ګروسي اته میاشتې وړاندې دا دنده واخیستله او دا بهیې لومړی ځل وي چې د نوې دندې راهیسې ایران ته سفر کوي.
د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشرتابه پلاوي په جون میاشت کې یو کمساری پرېکړهلیک تصویب کړ او پر ایرانیې غږ کړی چې یادې ادارې ته پر هغو دوو سیمو د څار لاسرسی برابر کړي چې وړاندې پهکې اټمي فعالیتونه ترسره کېدل.
د ښاغلي ګروسي د سفر په اړه په ویانا کې په نړیوالو مؤسسو کې د ایران استازي کاظم غریب عابدي پر خپل ټویټر لیکلي چې هیله لري دا سفر د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیزو همکاریو ته لاره هواره کړي.