افغان حکومت: نړیواله ټولنه باید د طالبانو وروستي بریدونه وغندي

ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي

د افغانستان حکومت وایي پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو وروستي بریدونه باید د نړیوالې ټولنې له‌خوا وغندل شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې پر افغان امنیتي ځواکونو او خلکو د طالبانو وروستي بریدونه د دې ډلې له‌خوا د تاوتریخوالي دوام ښیي.

ښاغلي صدیقي ویلي چې دغه ډله د سولې په اړه خلک ناهیلي کوي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن رسنیو ته په یوه وېډیويي پیغام کې وویل: "په دې وروستیو اوونیو کې طالبانو د چسپکي ماینونو د چاودلو په واسطه د یو ډول رواني فشار څپه راوستې ده. په یوه میاشت کې په کابل ښار کې ۳۲ ماینونه کشف او خنثی شوي دي. زموږ کشفي او استخباراتي برخه هڅه کوي ترڅو وروستیو ناامنیو پورې اړوند همکاري او لویې شبکې ونیسي او له‌منځه یې یوسي."

یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه لکه بدخشان، زابل ،سرپل او ځیني نور د ورته بریدونو شاهد ول چې د چارواکو په خبره افغان ځواکونو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.