د ملا برادر او سراج‌الدین حقاني په اړه راپورونو ته د طالبانو غبرګون

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د پاکستاني رسنیو هغو راپورونو ته غبرګون ښودلی چې د دې ډلې پر دوو لوړپوړو غړو د پاکستان د بندیزونو د لګولو په اړه‌یې خپاره کړي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې اسلام‌اباد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پر مشر ملا عبدالغني برادر او د حقاني شبکې پر مشر سراج‌الدین حقاني بندیزونه لګولي دي.

د دغو بندیزونو له مخې په پاکستان کې د ملا برادر او سراج‌الدین حقاني شتمنۍ ضبط کېږي، پر سفرونو یې بندیز لګول کېږي او هغوی به د راپورونو له مخې د وسلې د ساتلو حق هم ونه‌لري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن شنبه د اګسټ ۲۲مه ازادي راډیو ته وویل چې هغوی د افغانانو ترمنځ خبرو په درشل کې دي او په دې مرحله کې سفرونو ته اړتیا ده. نوموړي زیاته کړه طبعاً د پاکستان دا اقدامات کولای شي د سولې پر وړاندې خنډ شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې اسلام‌اباد دا بندیزونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال د ۲،۲۵۵ پرېکړه‌لیک له مخې لګولی دی.

په دې اړه چې دا نوي اقدامات څه وخت شوي دي، نور جزئیات نه‌شته.

په راپورونو کې راغلي چې ملاعبدالغني برادر چې د طالبانو ډلې له مطرحو مشرانو څخه وو، په کوېټه ښار کې اوسېده.

د فبرورۍ میاشت کې ملا برادر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره په دوحه کې توافق لاسلیک کړ چې له مخې به‌یې ټول امریکایي ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه وځي او په بدل کې به‌یې طالبان د ترورېزم پر وړاندې مبارزې په برخه کې ضمانتونه ورکوي.