سرپل چارواکي: د طالبانو د سرې قطعې قومندان له خپلو ۹ ملګرو سره وژل شوی

ارشیف

طالبانو د سرې قطعې یو قومندان له خپلو ۹ ملګرو سره په سرپل کې وژل شوی دی.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني نن شنبه آزادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه له څو لورو په لته بند، سرخي او د سوزمه قلعه ولسوالۍ پر هوایي ډګر بریدونه وکړ چې د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه ونښته.

نوموړي زیاته کړه دغو نښتو د سهار تر څلورو بجو دوام وکړ.

اماني زیاته کړه: "لومړنۍ شمېرې ښیې چې د افغان ځواکونو د هوایي او ځمکني بریدونو په نتیجه کې لس تنه طالبان وژل شوي، د حمید الله په نوم یو قومندان چې په نوراني مشهور دی او د معاویه او اوبوجانه په نوم دوه نور قومندانان هم پکي شامل دي، دیارلس نور طالبان په دې نښتو کې ټپیان شوي دي."

ښاغلي اماني په دې جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.