بدخشان کې افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف

په بدخشان کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې اته تنه له دواړو لورو وژل شوي دي.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري نن آزادي راډیو ته وویل دا نښتې تېره شپه ناوخته هغه مهال وشوې چې طالبانو په خاش او یفتل ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.

د ښاغلي نظري په خبره دوه ولسي پاڅون کوونکي او دوه امنیتي سرتېري او څلور طالبان په دواړو ولسوالیو کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.