'د غزني په دولتي ادارو کې له غرمې وروسته کارکوونکي نه وي'

د غزني ښار

د غزني ځینې اوسېدونکي وايي، لا هم په دولتي دفترونو کې مامورین له غرمې وروسته کار ته نه حاضرېږي.

دوی وايي، دولتي ادارو ته د کارکوونکو د نه راتګ له امله د دوی کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ شوي دي.

دغه کارمندانو ته د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي له امله د نیمې ورځې د کار کولو لارښونه شوې وه.

ګل زمان وايي، په مستوفیت کې له غرمې وروسته ډېری کارکوونکي کار ته نه حاضرېږي.

هغه زیاتوي: "زه هغه ورځ مستوفیت ته تللی وم، په مستوفیت کې مې کار بند وو، چې ورغلم ماسپښین دوه نیمې بجې دي، مدیر ویل پلانی کارمند نه دی راغلی، مامور نه دی راغلی، سبا سهار راشه، ډېری دغسې ادارات درواخله، چې مخکې له وخته ورشې کار دې کېږي، که وروسته له وخته ورشې بیا دوی رخصت وي."

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د کرونا ویروس خپرېدو کارونه ټکني کړي وو، خو هڅه به وکړي چې بېرته یې خپل هادي حالت ته راوګرځوي.

والي وحیدالله کلیمزي ازادي راډیو ته وویل، د غزني ټولو دولتي ادارو ته یې لارښونه کړې چې ټوله ورځ دې د خلکو خدمت وکړي.

هغه وايي: "اخیرنۍ پرېکړه چې د زمري میاشتې په اوولسمه نېټه وشوه، چې په نورمال شکل به پرته له کومې اړتیا مامورین د سهار له اتو بجو څخه د مازیګر تر څلورو بجو پورې د قانون پر بنسټ خپلو دندو ته دوام ورکوي، موږ هم دې ته ژمن یو، موږ هم ټولو ادارو ته لارښونه کړې چې له دې وروسته به، ټول د سهار له اتو بجو د مازیګر تر څلورو بجو پورې د خلکو په خدمت کې وي."

دغه راز د غزني اوسېدونکې وايي، که دا موضوع جدي ونه نیول شي او ورته حالت دوام وکړي هم به په اړوندو ادارو د کارونو بوج ډېر شي او هم به خلک له ستونزو مخ وي.