تخار چارواکي: په خواجه بهاوالدین کې ۹ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

ارشیف

د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ۹ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان هغه مهال ووژل شول چې طالبانو یې پر پوستو بریدونه وکړل.

هغه زیاته کړه: "نښته بیګا ۱۲ بجې پېل او تر یوې بجې یې دوام کړی دی، نښته کې ۹ ولسي پاڅون کوونکي چې د ملک تاتار کسان وو، وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، مخالفانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، اوس هلته وضعیت نورمال دی او کومه ستونزه نشته."

درې ورځې وړاندې طالبانو په همدې ولسوالۍ کې یوه ورته برید کې ۱۳ پاڅون کوونکي ووژل.

پاڅون کوونکي پر قومي مشرانو او قومندانانو پورې تړلي وسله وال دي چې د دولت په ملاتړ د خپلو سیمو د امنیت لپاره وسله ورکول شوې ده.