ترکیې د ۳۲۰ میلیارده مترمکعبه په اندازه طبیعي ګاز موندلی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

ترکیې خپلو هغو سواحلو ته څېرمه چې د تور سمندرګي پر څنډه پراته دي، د ۳۲۰ میلیارد مترمکعبو په اندازه طبیعي ګاز وموندل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون جمعه د دې اعلان پر مهال دا د ترکیې لپاره، چې کاملاً پر وارداتي انرژي متکي ده، د تاریخي اهمیت له مخې یو ښه خبر وباله.

ولسمشر اردوغان په استانبول کې په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: "ترکیې په خپل تاریخ کې په تور سمندرګي کې د طبیعي ګازو تر ټولو لوی کشف کړی دی."

په عین حال کې صنعتي تحلیلګران وايي د موندل شویو طبیعي ګازو اندازه د پام وړ ده، خو داسې نه ښکاري چې ترکیه دې د انرژۍ له اړخه په سیمه ییز قطب بدله، یا په مادي لحاظ یې د سوکالۍ سبب شي.