د امریکا متحدو ایالتونو پرون اعلان وکړ، چې له بشري حقونو په سختو سرغړونو کې د دخالت په تور پر ۱۳ ایراني وګړو د ویزو د صدور محدودیتونه لګوي.
دغه محدودیتونه په ۱۹۹۰میلادي کال په سویس کې د ایران د یوه اپوزیسیون کاظم رجوي د قتل په تړاو لګول شوي دي.
د دغو ۱۳ کسانو نومونه نه دي افشا شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، دغو ۱۳ تنو وژونکو داسې ښووله چې ایراني ډیپلوماتان دي، حال دا چې د اپوزیسیون د غلي کولو لپاره یې د خپل حکومت په امر عمل کاوه.
دغه وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، د ایران د رژیم له لاسه هېڅوک خوندي نه دي، دا مهمه نه ده چې دوی چېرې دي.
وزارت د بل ایراني وګړي حجت الله خدايي سوري، یادونه کوي، چې د ایوین زندان پخوانی مشر دی او دغه زندان یې د ایرانیانو په ظالمانه او غیرانساني شکنجو کې دخیل بللی دی.