چارواکي: پرون د سپین بولدک- چمن پر دروازه زرګونو خلکو تګ راتګ کړی

سپین بولدک- ارشیف

د کندهار چارواکي وايي پرون جمعه د سپین بولدک- چمن پر دروازه تر ۲۵زره زیات کسان چمن او تر ۲۰زره ډېر کسان سپین بولدک ته واوښتل.

د کندهار د بهرنیو چارو ریس ظاهر الکو پرون، ناوخته ازادۍ راډیو ته وویل: "۴۶۰۵۵ کسان د کرښې دې غاړې او هغې غاړې ته تګ راتګ کړی دی، چې له دې جملې ۳۵ کسانو پاسپورټونه او ویزې درلودې، ۲۴ یې افغانان او ۱۱ پاکستاني اتباع وو."

ښاغلی الکو وايي، ۲۲۳ موټرونه هم چمن ته او ۳۵۰ نور موټرونه چې اکثره یې په مالونو بار وو، سپین بولدک ولسوالۍ ته اوښتي دي.

دغه عبوري دروازه چې د کب/حوت میاشتې له وروستیو راهیسې د کرونا وبا له کبله تړل شوې وه، کله- کله به د مسافرو پرمخ په موقتي ډول پرانیستل کېدله.

په تېرو درېیو میاشتو کې د کرښې په دواړو غاړو کې خلکو مظاهرې کولې او د دې دروازې د بیا پرانیستلو غوښتنه یې کوله.