د کابل د دوو حوزو امرین او ۱۶ نور منسوبین له دندو لرې شول

د زمري پر ۲۸مه په کابل کې له دوو موټرو پر بېلابېلو سیمو ۱۴ توغندي وویشتل شول، چې په نتیجه کې یې ۱۰ کسان ټپیان شوي وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې کابل د شپاړسمې او اوولسمې حوزو امرین او د دوی ۱۶ نور منسوبین د وظیفوي ناغېړۍ له کبله له دندو لیرې کړای شول.

د دغه وزارت ویاند وايي، دغو کسانو د زمري/اسد د ۲۸مې یا د افغانستان د خپلواکۍ د بیاګټلو د ۱۰۱مې کلیزې په ورځ په دندو کې ناغېړي کړې ده.

طارق ارین تېره شپه په ټویټر کې لیکلي، چې له دغو کسانو په دې اړه څېړنې کېږي.

د زمري پر ۲۸مه په کابل کې له دوو موټرو پر بېلابېلو سیمو ۱۴ توغندي وویشتل شول، چې په نتیجه کې یې ۱۰ کسان ټپیان شوي وو.