ناټو د سولې او بشري حقونو پر فعالانو وروستي بریدونه غندلي

ستیفانو پونتیکوروو

د افغانستان لپاره د ناټو لوړپوړي ملکي استازي د ترهګرۍ د قربانیانو د یادښت په مناسبت په یوه پیغام کې د سولې او بشري حقونو په فعالانو وروستي بریدونه غندلي دي.

ستیفانو پونتیکوروو نن په خپل ټوېټر دا فعالان هغه خلک بللي چې د باعزته سولې په لټه کې دي.

د افغانستان لپاره د ناټو لوړپوړي ملکي استازي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانانو او د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

له ۲۰۱۷ کال راهیسې د اګست یوویشتمه چې نن ده د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د ترهګرۍ د قربانیانو د یادښت ورځ نومول شوې ده.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په ترهګریزو بریدونو کې یې ګڼ خلک له لاسه ورکړي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د راپور په اساس د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمايي کې نږدې دري نیم زره افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.