طالبانو په بدخشان کې نجونې د کانکور ازموینې ته نه دي پرېښي

بدخشان کې د کانکور ازموینو د پیل یو انځور

طالبانو د بدخشان د درواز په دوو ولسوالیو کې نجونې کانکور ازموینې ته نه دي پرېښي.

دا خبره د بدخشان د پوهنې رییس عبدالسمیع ابدیار نن ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل طالبانو په مایمي او شکۍ ولسوالیو کې د هغو دوو سوو نجونو مخه ونیوله چې د کانکور ازموینې ته یې نومونه لیکلي وو.
په بدخشان کې کانکور پرون پيل شوی او تر شنبې دوام کوي.

د بدخشان د پوهنې رییس وویل له کانکوره پاتې شویو نجونو ته به وروسته په متفرقه ازموینه کې د ګډون حق ورکړل شي.

طالبانو تر اوسه ددغو تورونو په اړه چې نجونې یې کانکور ته نه دې پرېښي ځواب نه دی ویلی.