چارواکي: په څلورو ولایتونو کې ۵۲ طالبان وژل شوي

جوزجان کې امنیتي سرتېري

د افغانستان په شمال کې پوځي چارواکي وايي چې په څلورو ولایتونو کې ۵۲ طالبان وژل شوي دي.

د شاهین د ۲۰۹ شاهین قول اردو په اعلامیه کې نن راغلي چې افغان پوځیانو په بلخ، سرپل، فاریاب او جوزجان کې د طالبانو بریدونه ځواب کړي او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي نن په یوه پيغام کې رسنیو ته په دې اړه معلومات هم ورکړي.

هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مسئولیت په ساحه کې د عبدالفتاح اوقافي او ملا کریم په نوم د طالبانو د دوو مهمو قومندانانو په شمول ۵۲ طالبان وژل شوي. ۲۶ تنه نور یې هم ټپیان شوي دي."

رضايي زیاته کړې چې افغان پوځیانو د طالبانو ځینې وسلې او جنګی مهمات هم نیولي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د افغان پوځ د دې ادعا په ځواب کې څه نه دي ویلي.