د روسیې د اپوزیسیون مشر 'الیکسي ناوالني' کوما ته تللی

الیکسي ناوالني

د روسیې د اپوزیسیون مشر او د کرملین منتقد الیکسي ناوالني کوما ته تللی.

د ناوالني ویاندې کېرا یارمیش نن په خپل ټوېټر دا خبره لیکلې ده.

الیکسي ناوالني پرون پنجشنبه د سایبریا په یوه روغتون کې د احتمالي مسمومیت په خاطر بستري شو.

کېرا یارمیش زیاته کړې ناوالني په عاجله څانګه کې دی هغه څانګه چې دې ویلي اوس یې پوځي بڼه خپله کړې او ګڼ عسکر پرې څارنه کوي.

اخوا د بریټانیا ګارډین ورځپاڼې د هغه ډاکتر په حواله چې الیکسي ناوالني یې تر درملنې لاندې دی لیکلي چې د الیکسي ناوالني وضعیت ښه نه دی.

۴۴ کلن ناوالني د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سرسخته منتقد دی او په حکومت کې یې د فساد ضد پراخ لاریونونه هم ترسره کړي.

ناوالني په تېرو کلونو کې څو واره زندان ته هم اچول شوی او په ولسمشریزو ټاکنو کې کاندیدۍ ته نه ده پرېښودل شوی.