د کندهار سپين بولدک - چمن لار پرانیستل شوه

سپین بولدک

د کندهار سپين بولدک - چمن لار نن د دواړو غاړو د مسافرو د پلي تګ راتګ او موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي رادیو ته وویل چې دغه پرېکړه پرون د افغانستان او پاکستان د کمېسارانو ترمنځ په صفري نقطه کې تر یوې ناستې وروسته شوې.

د احمدي په وینا له نن سهار اوو بجو څخه د سپين بولدک - چمن ترمنځ د مسافرو تګ راتګ پيل شوی او د پاکستاني لوري لخوا ژمنه شوې چې لار به په دایمي ‌‌‌‌‌‌ډول پرانیستې وي.

دغه لار شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د پاکستان د حکومت لخوا وتړل شوه او یوازې په وقفه یي ‌‌‌‌‌‌ډول پرانیستل کېده.

شل ورځې مخکې د دغه لارې په دواړو غاړو کې د ایسار مسافرو تر پاڅون وروسته د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ څلور ساعته جګړه وشوه چې پکې د افغانستان خواته ۱۵ کسان مړه او ۸۵ نور ټپیان شول.