خلیلزاد: د سولې خبرو د پیل ځنډولو ته هېڅ مشروع دلیل نشته

زلمی خلیلزاد

زلمي خلیلزاد ویلي، دواړه خواوې دې سملاسي تاوتریخوالی کم او بین الافغاني خبرې پیل کړي ځکه د خبرو د پیل ځنډولو ته هېڅ مشروع دلیل نشته.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي ښاغلي خلیلزاد دا خبره په هغه ټويټ کې کړې چې د سولې د یوه فعال او د پوهنې وزارت د علمي شورا د سرپرست عبدالباقي امین د وژل کېدو په تړاو یې لیکلی دی.

ښاغلي خلیلزاد عبدالباقي امین سولې ته یو ژمن شخص بللی او زیاته کړې یې ده امین ته به مناسب درناوی دا وي چې دواړه خواوې تاوتریخوالی سملاستي راکم او بین الافغاني خبرې پیل کړي.

عبدالباقي امین د چهارشنبې په ورځ د کابل په کمپنۍ سیمه کې د هغه په موټر د یوه لګول شوي یا چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

تر اوسه پر نوموړي د برید مسئولیت چانه دی منلی.

طالبانو او حکومت دواړو پر نوموړي برید غندلی.