د بیلاروس څارنوالانو د مخالفینو شورا د تمویلوونکو پر ضد دوسیه پرانیسته

مینسک کې د حکومت ضد لاریون کوونکي

د بیلاروس څارنوالانو پدې هېواد کې د مخالفینو شورا د تمویلوونکو پر ضد دوسیه پرانیستې ده.

دغه شورا د نوي ټاکل شوي ولسمشرالکساندرلوکاشینکا د مخالفینو لخوا جوړه شوې چې د واک د لېږد پر لارو چارو خبري وکړي.

دا شورا داسې مهال جوړه شوې چې د لوکاشینکا مخالفینو په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د نوموړي د بیا ټاکل کېدو پر ضد پراخو اعتراضونو ته دوام ورکړی دی او ادعا کوي چې د اګست د نهمې نېټې په انتخاباتو کې درغلي شوي دي.

دغه مخالفین د نویو انتخاباتو غوښتنه کوي، خو ولسمشر لوکاشینکا ټینګار کوي چې نه به استعفی وکړي او نه به نوي انتخابات وشي.

د بیلاروس د لوی څارنوال دفتر د اګست پر شلمه وویل چې د مخالفینو لخوا د شورا جوړېدل له قوانینو سرغړونه ده او د هغې د تنظیموونکو او تمویلوونکو پر ضد یې د ملي امنیت د ګواښ په تور جرمي دوسیه پرانیستله.

ولسمشر لوکاشینکا د شورا جوړېدل د ده پر وړاندې کودتا ګڼي.