"د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره له ټاکلې بودیجې نیمایي سپما شوې"

د سولې مشورتي جرګه

د افغانستان حکومت ویلي د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره له ټاکلې بودیجې څه باندې نیمایي سپما شوې.

دا خبره د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر لیکلې.

ښاغلي صدیقي زیاته کړې د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره ۳۳۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه چې له ډلې یې ۱۷۱ میلیونه افغانۍ مصرف شوي او پاتې نور سپما شوي. ​

د سولې مشورتي لویه جرګه د اسد زمري په ۱۷ د دریو ورځو په مخه دایره شوه چې په نتیجه کې یې د جرګې شاوخوا ۳۰۰۰ ګډونوالو ولسمشر اشرف غني ته سلا ورکړه چې د سولې د خبرو لپاره ۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي.

یو شمېر فعالانو د جرګې لپاره د ۳۳۰ میلیونه افغانیو د بودیجې په ځانګړې کولو انتقاد درلود او ویل یې چې حکومت بې ځایه دومره زیات لګښت کوي.